Dywedwch wrthym a ydych chi'n derbyn cwcis ons.gov.uk

Rydym ni’n defnyddio cwcis i gasglu gwybodaeth am y ffordd rydych chi’n defnyddio cyfrifiad.gov.uk. Rydym ni’n defnyddio’r wybodaeth hon i sicrhau bod y wefan yn gweithio cystal â phosibl ac i wella ein gwasanaethau.

You have accepted all additional cookies. You have rejected all additional cookies. You can change your cookie preferences at any time.

Neidio i’r prif gynnwy

پښتو کومک او ملاتړ : Trosolwg

سرشمېرنه څه ده؟

سرشمېرنه يوه داسې سروی ده چې هر 10 کال وروسته کېږي او په انګلستان او ويلز کې د خلکو او کورنيو انځور ورکوي. راروانه سرشمېرنه په 21م مارچ 2021 د يک شنبې په ورځ ده۔

په سرشمېرنه کې راغونډ شوي معلومات مرسته کوي چې ځايي سيمو کې عامه خدمات پلان او تمويل شي، په شمول د ژبو د خدماتو۔ د مثال په توګه، NHS ښايي په ځينو سيمو کې د ترجمې او ترجمانۍ خدمات برابرولو ته اړتيا ولري۔

The Office for National Statistics (دي آفس آف نيشنل سټيټسټکس) (ONS) په انګلستان او ويلز کې سرشمېرنه پلان کوي او اجراء کوي يې۔

سرشمېرنه بايد څوک ډکه کړي

په سرشمېرنه کې ستاسو او ستاسو د کورنۍ په باره کې پوښتنې کېږي، او دا مهمه ده چې په انګلينډ او ويلز کې هر څوک پکې برخه واخلي۔

Warning:

تاسو سرشمېرنه بايد د قانون له لوري هرومرو ډکه کړئ

غلط معلومات ورکول يا سرشمېرنه نه ډکول يو جنايت دی، او ښايي تاسو 1,000£ جريمه کړل شئ. ځيني سوالونه په ډاګه په ګوته شوي چې اختياري دي۔ دا جرم نه دی که ورته ځواب ورنه کړئ.

Important information:

ستاسو د شخصی معلوماتو قانون ساتنه کوي او پټ به ساتل کېږي۔

په يوکی کې له درې مياشتو نه د کم وخت لپاره پاتې کېدل

که تاسو په يوکی کې له درې مياشتو نه د کم وخت لپاره پاتې کېږئ نو مسئول نه ياست چې سرشمېرنه ډکه کړئ۔ د استوګنځای مالک ښايي له تاسو يو څو پوښتنې وکړي لپاره د دې چې په کورنۍ کې د اوسېدونکو خلکو په هکله په سرشمېرنه کې معلومات ډک کړل شي۔

کله بايد خپله سرشمېرنه ډکه کړئ

ټولې کورنۍ بايد د سرشمېرنې سوالنامه په 21م مارچ 2021 يا له هغې وروسته څومره ژر چې ممکن وي ډکه کړي۔

ښايي ستاسو شرائط يعني حالات د کروناويروس د وباء په جريان کې بدل شوي وي۔ ټولو پوښتنو ته د خپل اوسني شرائطو سره سم ځوابونه وليکئ۔